د فاتحې او جنازې خبر تیا!
د هلالی کورنۍ د هلالی کورنۍ


د فاتحې او جنازې خبر تیا!
د هلالی کورني په ډیری خواشینۍ سره دوستانوته خبر ورکوی چي دافغانستان د فوځ پخوانې تکړه مرحوم جنرال ډاکتر محمداکرم هلالې نن ورځ دهغي اوږدی ناروغي له امله چي ور پیښه شوی وه په حق ورسیدی.
جنرال اکرم هلالی دملی اردو پیاوړی افسروو،اودملی دفاع په وزارت کي دهوایي او مدافعه هوایی لوی انجنیر اوهم دارنګه دکورنیو چاروپه وزارت کي د پیژنتون ریاست مرستیال ، په مسکوکي دافغانستان په لوی سفارت کي نظامی اتشه اودپو لیسوداکاډمي دقوماندان په توګه یې دندي تر سره کړیدي. ډاکتر جنرال اکرم هلالي د ۱۵ کلنو را پدی خواپه هالند کی میشت وو. دمرحوم جنرال ډاکتر محمد اکرم هلالي جنازه د ۲۰۱۲ (2012)کال د نوامبر د میاشتې پر دریمه نيټه د شنبې د ورځې پر یوولسو (۱۱)بجو د هالنډ هيواد د(ROERMOND)په ښار کې په لاندی ادرس خاورو ته سپارل کیږی. 
دهدیری پته:
: Kitskendal 60
Roermond. 6045 EX
zaterdag. 11:00 uur 
Crematorium Tussen de Bergen
د نارینه وو او ښځینه وو د فاتحې مراسم په همدې ښار کې د ورځې له یوې بجې څخه تر درېوو بجو پورې په لاندینۍ پته اخیستله کيږي :
د فاتحې د مراسمو د ځای پته :
Achilleslaan 12
Roermond. 6042 JV
Fatih Moskee
13:00 – 15:00
د اړتیا په وخت کې کولای سئ په لاندینیو شميرو اړیکه ونیسئ :
 0031-633-088-408
 0031-614-484-197
په درنښت ،

November 4th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.




ولی محمد نورزی
په ډیري خواشینې او غمرازی سره مي خبر تر لاسه کړی چي د افغانستان د ملې اردو او پولیسو تکړه پیاوړی جنرال محمد اکرم هلالې ددی نړي نه کوچ وکړی او د ابدی نړي سره یو ځای شو. داکتر اکرم هلالې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارت یو مسلکې روزل شوی کدری شخص وو.دده مړینه د افغانستان دپخوانیو تکړه جنرالانو په شتون کي یو ستره ضایعه ده.زه د ځان او دخپلی کورني لخواه د مرحوم جنرال اکرم هلالي د مړیني له امله دهغه درنی کورنۍ او ددوی نږدی دوستانو ته دزړه له کومي تسلیت وایم او مرحوم ته د فردوس جنت هیله کوم. امید لرم چي د هلالی کورنۍ دغه وروستی غم وی. او دنورو غمونو څخه په امان اوسې. په درنښت ولی محمد نورزی



پيام تسليت شما


  • پيام شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.


نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
پيام شما:
 
 
مشعل